امنیت

دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان له دريو تنو ساتوونکوسره يې شهيد شو .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ  دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان  له دريو تنوساتوونکوسره يې  په واټ کې دښخ کړي شوي ماين  دچاودنې له امله شهيد شو .   دغزني ولايت سرپرست  شفيق الله  ننګ  ساپي  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه نن سهار  هغه وخت رامنځته شوه چې دمقر ولسوالۍ  دسيمه ئيزو پوليسو دقوماندان  فيض الله دسپرلۍ موټر  دکابل  قندهار  دلويې لارې  په اوږدوکې دزرکشان  په سيمه کې  په واټ کې  په ښخ کړي شوي ماين وخوت او دچاودنې له امله  دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان  له دريو تنو ساتوونکوسره يې  ووژل شو .   يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې يو تن بل ټپى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته