امنیت

دغزني د قره باغ ولسوال ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
د   غزني ولايت  د قره باغ   ولسوال   پرون   د کرنۍ د  نوي ټنو غنمو داختلاس په   تور ونيول شو .
په ولايتي شورا کې دقره باغ ولسوالۍ استازې حميدې ګلستاني باختر آژانس ته وويل :   دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال دکرنې نوي ټنه غنم   چې  دکرنې او اوبو لګولو   وزارت له خوا  د  دغې ولسوالۍ له کروند ګرو سره   مرسته شوې    وه د خپلې شخصي  ګټې په خاطر يي د ولسوالۍ په بازار کې پلورلي دي .
خبرځاى  زياته کړه  :  په غزني ولايت کې دملي امنيت درياست منسوبينو دباوري سندونو له راټولولو وروسته دى  ونيوه او د استيناف څارنوالۍ ته يې وسپاره .
ګلستاني زياته کړه  ،  دقره باغ   ولسوال  په اختلاس سربيره  د  ولسوالۍ په ودانۍ پورې  اړونده  داتو دوکانونو کرايه چې له  هر دوکان څخه يې په  مياشت کې اته زره افغانۍ  ورکول کيدې هم اختلاس کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته