دغزني دتاريخي کلا ديو برج دنړيدو خبر ردشو

دا طلاعاتو اوفرهنگ وزارت دفرهنګي ميراثونو سلاکار سيدمصدق خليلي دغزني  دتاريخي  کلا دبرج دنړيدو خبر ردکړ .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  يوشمير رسينو دغزني ولايت دتاريخي کلا  ديو برج  دنړيدو په باب خبرونه  خپاره کړي دي اوليکلي يې دي چې دتيرکال له ژمې   څخه تراوسه پوري دا ددغه کلا دويم برج دى چې په بشپړه توګه ويجاړيږي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي ميراثونو سلاکار ددغو رپوټونو په ردولو سره  وويل  يو شمير رسنيو رپوټ ورکړي  دي چې دغزني دتاريخي کلا برج نړيدلي دي.

ده زياته کړه  په هغې تيلفوني اړيکه کې چې نن يې دغزني  ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ  له رييس اوددغه ولايت  دتاريخي  ابداتو دڅانګې له مسوول سره درلوده دمعلوماتو له مخې دغزني دتاريخي کلا کوم برج  نه دى نړيدلي  بلکي ديو شخصي کور يو ديوال  چې دغزني دزاړه ښار په تګلوري  کې دغزني دبالاحصار  ديوال ته څيرمه دى دلندبل له امله چپه شوي دي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي ميراثونو سلاکار وويل په هغو ټولو سيمو کې چې امنيت تامين دي  دتاريخي ابداتو مسوولين دغه سيمي له نږدي  ګوري او که چيري کومه تاريخي ساحه له خطر سره مخامخه وي په دې اړوند عمل کوي  او دويجاړيدو مخه يې نيسي .

ده زياته کړه  چې دغزني دتاريخي کلا دبيا  رغاونې کار دوه مياشتې مخکې پيل شوي  دي او دالمان دهاخن پوهنتون له خوا دهغه دپاکولو کار دوام لري  او ددغې تاريخي  کلا دبياترميمولو  کار دراتلوونکي کال په پسرلي کې  پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته