دغزني خلکو په هېواد کې د دايمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه

کابل / د غويي٢٨مه / باختر:
په غزني کې د دايمې سولې او اوربند په ملاتړ ولسي غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې ويناوالو په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او په هېواد کې يې پر دايمي سولې او اوربند ټينګار وکړ.
په غونډه کې د سرحدونو او قبايلو وزير محب الله صميم، د لوى درستيز مرستيال سترجنرال احمد شعيب پيلوټ، دغزني ملکي او پوځي مسوولينو او د دغه ولايت په سلګونو ديني عالمانو ، مشرانو او ځوانانو ګډون کړي وو.
پاى \ اشرفي \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته