کابل/ د چنګاښ٢٨مه / باختر
په جاغوري ولسوالۍ کې مېشتو پوځيانو ته د پوځي تجهيزاتو له لېږد وروسته د غزني سيمه ييز چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو ته ورنشي .
د غزني د جاغوري ولسوالۍ شاوخوا برخو کې د طالبانو مخ په زياتېدونکي شتون
سره د دغه ولسوالۍ د سقوط په اړوند د کليوالو ترمنځ ويره رامنځته شوې ده.
د غزني يوه پوځي مقام باخترآژانس ته وويل؛ جاغوري ولسوالۍ کې مېشتو پوځيانو ته د اړتيا وړجنګي تجهيزات برابر او لېږدول شوي دي.
هغه د طالبانو له لورې د جاغوري ولسوالۍ د سقوط احتمال رد کړ.
په ورته وخت کې د جاغوري يو شمېر اوسيدونکي وايي چې نن سهار دغې ولسوالۍ ته د پوځي هليکوپترونو د ورتګ شاهد وو.
طالبان په دې وروستيو ورځو کې وتوانېدل چې دغزني يوشمېر ولسوالۍ ونيسي.
جګپوړي پوځي چارواکي وايي د غزني د ځينو له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري
\ ذ