ټولنه

دغره ښوئيدنې پنځوس نورې کورنۍ بې ځايه کړې .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې له دوو ورځو  راپديخوا دغره دښوئيدنې  له امله پنځوس کورنۍ بې ځايه شوي دي .
دغه پيښه دسمنګانو ولايت دبر دره صوف  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  رامنځته شوې ده .
دبر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دبر دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه کوچني غره په ښوئيدنې  پيل کړى دى .
دپنځو تنو کورونو اوسيدونکي چې ددغه غره په لمن کې و خوندي سيمې ته ليږدول شوي دي او دخپلو کورونو ټول وسايل او توکي يې هم له ځان سره ليږدولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته