ټولنه

دعنابه دکليو مواصلاتي لارې وتړل شوې

کابل باختر دکب څلورمه :
دپنجشير ولايت په عنابه ولسوالۍ کې له غره څخه د سترو ډبرو د رغړيدو له امله پرون ددغې ولسوالۍ له مرکز سره دشپږوکليو مواصلاتي لاره وتړل شوه.
دعنابه ولسوال غلام غوث الدين غياثي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د عنابه ولسوالۍ د آب درې په ساحه کې له غره څخه د ډبرو د رغړيدو له امله په دې ساحه کې مواصلاتي لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده او تراوسه پورې له دغې ستونزې څخه دخلاصون لپاره له کومې دولتي ادارې له خوا کارنه دى شوى .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت دفوايدعامې او له طبيعي پيښو سره دمبارزې د رياست مسوولينو تيارى څرګند کړى دى چې له دغې لارې د بيا پرانستلو لپاره اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته