دعلي آباد روغتون ډاکترانو له کاره لاس واخيست.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دکابل دعلي آباد روغتون ډاکترانو دخپلو امتيازونو دنه اجرا کيدو پرخلاف داعتراض په توګه نن دکار له دوام څخه ډ ډه وکړه .
دوى ادعا کوي کلونه کلونه کيږي چې دمسوولينو دنه پاملرنې له امله دخپلې حق الزحمې ،اضافه کارۍ او له تحصيلي امتيازونو څخه بې برخې دي .
دعلي آباد روغتون يوه مجرب جراح پروفيسر نجيب الله امرخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دعامې روغتيا په وزارت پورې داړوندو روغتونونو ډاکتران کلونه کلونه کيږي چې له تحصيلي امتيازونو ، حق الزحمې او داضافه کارۍ امتيازونه لري خو دعلي آباد روغتون ډاکتران له دغو امتيازونو څخه بې برخې دي.
او ددغه روغتون ډاکتران ديو بام او دوه هوا په حالت کې کار کوي.
ده وويل چې په علي آباد روغتون کې زياتره ډاکتران د طب دبرخې کدرونه دي خو له بد مرغه تراوسه پورې له دغو امتيازونو څخه بې برخې دي او دوى څو ځلې دخپلو امتيازونو د اعاده کيدو غوښتنه کړې ده خو په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.
پروفيسر امرخيل وويل چې دعلي آباد روغتون ټولو ډاکترانو ددغې نابرابرۍ پرخلاف داعتراض په توګه دکار له دوام څخه ډ ډه کړې ده . خو دعاجلو پيښو او خطرناکو ناروغانو دعلاج او درملنې په خاطر په روغتون کې شتون لري.
ده وويل تر هغه وخته پورې چې خپل حق ترلاسه نه کړي خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.
دباختر آژانس خبريال له زياتو هڅو سره سره په دې بريالى شو چې په دې برخه کې دلوړو زده کړو وزارت دمسوولينو ځواب ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته