دعراق عالي محکمې د پنځلسو تورنوکسانو له دې جملې څخه ددغه هيواد مخلوع جمهور رييس صدام حسين دوخت داطلاعاتو دسازمان اودهغه دهوايي ځواکونو د قوماندان دخوشي کولو امر صادر کړى دى .
ددغو تورنوکسانو په جمله کې دعراق دپوځي صنايعو وزارت پخوانۍ کارپوه محمود فرج اسامرايي هم شته .
تراوسه پورې ددغو بنديانو درې تنه هريو دسوداګرۍ ، او فرهنګ پخواني وزيران او دپوځي صنايعو دوزارت پخوانۍ کارپوه له جيل څخه وتلي دي .
ده زياته کړه ،دعراق دپخواني رژيم مسوولين ددوه سوه تنو بنديانو په ډله کې و چې دعراق مسوولينو هغوى دامريکا له وتلو مخکې ددغه هيواد له اردو څخه تسليم شوى و .