سیاست

دعراق سفير له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
په  کابل کې دعراق سفير ارشدعمر اسمعميل نن غرمه دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر  ورکړ  :
په دې کتنه کې دواړو لورو  ددواړو هيوادونو ترمنځ دمتقابلو همکاريو پراختيا موضوع اودعلاقې وړ نوري موضوعګانې وڅيړل شوې او ددواړو هيوادونو ترمنځ ګډو اړخو ته په پاملرنې سره يې په سياسي ، اقتصادي او فرهنګې برخو کې  ددوه اړخيزو همکاريو په پياوړتيا  باندې ټينګار وکړ.
دعراق سفير په دغه هيواد کې دعتبات عاليات  دزيارت لپاره  دافغان زيارت کوونکو علاقمندۍ  ته په اشارې  سره په دې برخه کې دافغانستان ددولت دهمکاريو له امله  قدرداني وکړه  او دافغانستان په دولت کې يې  داړوندو ادارو له خوا افغان زيارت  کوونکو ته دويزې دصادرولو لپاره  دزياتو آسانتياو په برابرولو باندې ټينګار وکړ.
دده دڅرگندونوله مخې  :  عراق ته  دافغان زيارت کوونکو سفر کولاى شي  ددواړو هيوادونو عراق او افغانستان ترمنځ ددوستانه اړيکو دپراختيا زمينه له پخوا زياته کړي.
وروسته دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي  ددواړو هيوادونو ترمنځ  دمتقابلو اړيکو دپراختيا لپاره  دعراق دسفير دهڅو اوهاند له امله دقدردانۍ دڅرگندولو په ترڅ کې ، افغانستان او عراق لرغوني اوصميمي دوستان وبلل  او ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو دپراختيا په لاره کې هلې ځلې يې يو لومړيتوب وباله .
دجمهوررييس مرستيال  عراق ته دافغان زيارت کوونکو دسفر په برخه کې دزياتو آسانتياو دبرابرولو ډاډ ورکړ  اوپه دې برخه کې يې دعراق ددولت دهمکاريو له امله هم مننه  او قدرداني وکړه.
دجمهوررييس مرستيال  ددواړو هيوادونو  افغانستان او عراق ترمنځ دګډو ديني ،
فرهنګي او سياسي زمينو شتون  ددواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو سياسي اړيکو او په بيلابيلو برخو کې  دمتقابلو همکاريو  دپراختيا په لاره کې مناسب فرصت  وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته