بغداد رويترز باختردثور دمياشتې ١١ :
دعراق دپرونيو پارلماني انتخاباتو درايو شميرنه دوام لري .
دعراق خلکو له دغه هېواد څخه دامريکايي پوځيانو له وتلو وروسته په لومړنيو انتخاباتو کې دڅه دپاسه نهو زرو تنو نوماندانوله جملې څخه دعراق دمجلس
ددوه سوه اته ويشتو څوکيو لپاره رايې ورکړې .
درويترز دخبري آژانس دخبرله مخې : درايوورکولو حوزو په داسې حال کې کار پاى ته ورساوه چې خلک درايو ورکولولپاره په ليکو کې ولاړ وو.
دعراق دانتخاباتو کميسيون اعلام وکړ چې په شرايطوبرابر په سلو کې شپيتو تنو په دغو انتخاباتو کې ګډون کړى دى .
په عراق کې دلومړي ځل لپاره رايې ورکول په الکترونيکي ډول دى او رسمي مقاماتو اعلام وکړ چې وروستۍ نتيجې به په دريو اوونيو کې اعلام شي .
سلګونو زرو تنو عسکرو او پوليسو دانتخاباتي حوزو څارنه په غاړه لرله په همدې حال کې دانتخاباتو په ورځ په بغداد کې د چاودنوله امله څه ناڅه څوارلس تنه ووژل شول او يوشمير نور هم ټپيان شول چې په وژل شويو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې وې .
1 1 دقیقه لوستل