نړۍ

دعراق دوه نور سرحدي بندرونه دداعش دډلې لاسته ورغلل

بغداد بي بي سي   باختر دچنګاښ دمياشتې ٢ :
دعراق او شام داسلامي دولت  دډلې  ( داعش )      جګړه ماران په دې بريالي شوي دي  چې  دعراق  دډير ستر ولايت الانبار  زياترې سيمې چې  زياتره وګړي يې سنيان دي ونيسي .
باختر آژانس دبي بي سي له خولې  خبر راکړ : له سوريې سره دعراق  په پوله کې دالوليد سرحدي بندر  او داردن په پوله کې  دطربيل  سرحدي بندر  دداعش ترکنترول لاندې راغلى دى .
امنيتي مقاماتو هم نن اعلام وکړ چې د رتطبه ښار   دجګنياليو  لاسته ورغلى دى.
رتطبه  څلورم ښار دى چې په تيرو دوو ورځو کې په الانبار ولايت کې  دجنګياليو لاسته ورځي .
الانبار دعراق په لويديځ  او داردن ، سوريې  او سعودي عربستان په ګاونډ کې دى  او درتطبه  ښار  چې په دې وروستيو وختو کې    دجنګياليو ترکنترول لاندې نيول شوى دى  دهغه واټ په تګلوري کې دى  چې بغداد   له سوريې  او اردن سره نښلوي
دالوليد او طربيل  په نيول کيدوسره   هغه  دواړه لارې  چې له دغه واټ څخه  له سوريې او اردن سره دعراق پولو ته تيريږي دداعش په  کنترول کې دي.
دروانې اوونۍ دشنبې په ورځ دعراق په لويديځ او  دسوريې  په ګاونډ کې دقايم سرحدي بندر  د راوه   او عانا  له ښارونو   سره  دداعش لاسته ورغلل ، دداعش جنګياليو ويلي دي  چې  ځينې نيونې يې  له  جګړې پرته  او  له سني مشرانو سره  دخبرو له لارې  امکان پيدا کړى دى  ،  يوه جنګيالي وويل  دوي نيت لري  چې دالانبار ولايت ټولې سيمې ونيسي  چې دعراق په پايتخت بغداد  دبريد لپاره چمتو شي .
ځينې  کتونکي وايي چې دداعش ځواکونه  دعراق د اردو له سرتيرو څخه  پياوړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته