سیاست

دعدلي او قضايي کميټې په کې غونډه دامريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيکي همکاريو دسند په مسودې خبرې وکړې .

کابل باختر د وري ديرشمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشري  دعدلي او قضايي کميټې  غونډه  نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه .

 باختر اژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  په دې غونډه کې  دامريکا له متحده ايالاتو سره  د ستراتيژيکي همکاريو د سند دمسودې په باب  خبرې وشوې .

 دافغانستان د حکومت مرکچي  هيئت  او دهيواد دعدلي او قضايي ارګانونو چارواکو دامريکا له متحده ايالاتوسره د ستراتيژيکي همکاريو دسند په برخه کې  خپلې نظريې  دهيواد له جمهور رييس سره  طرحه کړې .

 ديادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د جمهوري رياست  مرستيالانو ، قاضي القضات او دستري محکمې سرپرست  ،  دملي امنيت سلاکار ، دماليې او عدليې وزيرانو ،  دملي امنيت لوى رييس  ، داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون رييس  ، دليږدونې دکميسيون رييس  او د جمهور رييس  حقوقي سلاکار برخه درلوده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته