دعدلي او قضايي ارګانونو ګډه غونده دقاضي القضات په مشري جوړه شوه
کابل باختر دلړم دويمه
دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ دلومړيتوب لرونکو ملي پروګرامونو په اړوند چې دکابل په کنفرانس کې تصويب شوي دي د عدلي او قضايي ارګانونو ګډه غونډه دسترې محکمې په مقر کې جوړه شوه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې غونډه کې ستر وزير ډاکتر هدايت امين ارسلا دعدليې وزير قانونپوه حبيب الله غالب ، لوى څارنوال څارنپوه محمد اسحق الکو، دسترې محکمې دعالي شورا غړى قضاوت پوه ډاکتر عبدالملک کاموي او ددغو ارګانونو ځينو چارواکو ګډون کړي و .
په پيل کې قاضي القضات دقانون دواکمني په تګلوري کې دعدلي او قضايي ارګانونو ددندو دارزښت په باب خبرې وکړې او دښو عدلي او قضايي خدمتونو په وړاندي کولو کې يې دکاري ظرفيت دپياوړتيا اولوړوالي په لاره کې ددغو ارګانونو داړتياو تامينول او دستونزو حل کول مهم وبلل او دکابل په کنفرانس کې له تصويب شويو مرستو څخه استفاده يې ښه فرصت وباله .
وروسته ډاکتر هدايت امين ارسلا دکشف او تحقيق په بهير کې د مظنونو او متهمينو د قانوني ملاتړ په نسبت ځينې مسئلې طرحه کړې چې د قاضي القضات ، دعدليې دوزير او دلوى څارنوال له خوا په دې باب دلازمو قانوني اټکلونو په باب څرګندونې وشوې ، جزايي اصولو او قوانينو ته اشاره وشوه چې د کشف تحقيق او دعدلي څارنې دبهير تنظيموونکي دى او دمتهمينو حقوقو تسجيلوي .
دغه راز په غونډه کې د بند او د تعزيري سزاګانو دبديلو وريانتونوپه باب چې د تعذيب په مفهوم نه بلکې د مجرم د اصلاح په هدف تدوين شوي دي خبرې وشوې او دمظنونينو او متهمينو په نسبت دقانوني ملاتړ دلازيات تنظيم په خاطر دځينو جزايي شکلي او ماهوي قوانينو په باب بيا کتنه ضروري وبلل شوه او څرګنده شوه چې قانون جوړونکي دى دجرم او جزا تناسب د زمانې له بدلون سره متناسب په پام کې ولري .
په غونډه کې دغه راز دحقوقي زده کړو د ملي مرکز دفعاليت په باب چې له افغانستان سره په متفاوتو قضايي نظامونو لرونکو هيوادونوکې له ورته مرکزونو څخه په انتباه سره جوړ شوي دي خبرې وشوې او څرګنده شوه چې دغه مرکز يو اجرائيه مرکز دى او قضا قضايي استقلال ته په پاملرنې سره نشي کولي خپل کدرونه په دې مرکز کې وروزي . ځکه قضائيه قوه همدا اوس دقضايي تعليماتو مشرتوب په واک کې لري او داختصاصي کانکور په عملي کولو او دهراړخيز علمي او عملي نصاب په تطبيق سره په دغو شرايطو برابر غوښتونکي دقضاپه مسلک مني .
دغونډې په پاى کې د عدلي او قضايي ارګانونو د ملي لومړيتوبونو لرونکو پروګرامونو په باب دزياتو خبرو په مقصد يوه کميټه جوړه شوه چې دهر عدلي او قضايي ارګان واکمنه استازي په دې کميټه کې غړيتوب لري .