کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دکابينې دعدلي اوقضايي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته د جمهوررئيس د دويم مرستيال او ددغې کميټې درئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې له اجندا سره سم دامنيتي حالت تر ښه والي پورې دڅرخي پله دمرکزي جيل په سيمه کې په نشه يي توکو پورې داړوندو مجرمينو او دامنيتي جرمونو دڅيړنې لپاره دڅارنوالۍ دادارې او دسترې محکمې له خوا دڅيړنيزو او محاکماتي غونډو د جوړولو په باب د جيلونو اوتوقيف خونو دلوى رياست دغوښتنليک په باب خبرې او څيړنې وشوې .، دموضوع په باب له خبرو وروسته دغه غوښتنليک رد شو خوپريکړه وشوه په هغو استثنايي حالاتو کې چې دامنيتي مقاماتو او دجيلونو درياست له خوا تشخيص شي دسترې محکمې عالي شورا ته پيشنهاد شي او دغه شورا به په خاصو مواردو کې دخپلو صلاحيتونو له مخې په ځانګړي توګه دمرکزي جيل په ساحه کې څيړنې وکړي.
دغه راز په غونډه کې دهغو ودانيو په باب چې دمحکمو اودڅارنوالۍ دادارو او دعدليې وزارت له خوا په ولايتونو کې په ګډه داستفادې وړ ګرځي ، خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې دولايتونو په مرکزونو کې دې په جلا توګه او په ولسواليو کې دغه راز په ګډه داستفادې وړ وګرځي. او دغه راز دوروستي تکليف دټاکنې او تصميم لپاره دې له هرو درې واړو ارګانونو څخه يو تخنيکي هيئت جوړ شي چې دهر مرکز اوسني ظرفيتونه وڅيړي اوپه پاى کې تصميم ونيسي .
دعدلي اوقضايي کميټې په غونډۀ کې دغه را ز دبچه بازۍ دبندولو دقانون مسوده چې دافغانستان دبشر د حقوقو دخپلواک کميسيون له خوا پيشنهاد شوې وه ، هم طرحه شوه او په نسبي ډول ددغه قانون د اړخونو اومحتوا په باره کې له مفصلو خبرو او څيړنو وروسته پريکړه وشوه چې دموضوع داهميت په خاطر او دغه راز دافغانستان ددولت دنړيوالو ژمنو په دليل دهغې داستعجاليت له مخې ، دعدليې وزارت دهغې په شکلياتوپورې اړوندې برخې دماشوم دملاتړ په قانون کې او نورې برخې يې د جزا په قانون کې ځاى کړي.
دغه راز پريکړه وشوه په هغو غونډو کې چې دعدليې وزارت له خوا په دغو دوو قوانينو کې ددغې قانوني مسودې دمادو د اندراج په موخه جوړيږي دافغانستان دبشر د حقوقو دخپلواک کميسيون واکمن استازي هم شتون ولري اوپه هغه صورت کې چې دبچه بازۍ دبندولو دقانون دمسودې اصلي هدفونه تامين نه شي دغه مسوده به بيا دقوانينودکميټې ديوې غونډې په يوه اجندا کې شامله شي اويو مستقل قانون په توګه به دتائيد وړ وګرځي.
دغه راز دقوانينو دکميټې په غونډه کې دسترې محکمې دڅو تنو متقاعدو کارکوونکو داجراشويو معاشونو دوضع کولو په باب هم خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې افراد او دغه رازددوى له خوا دترلاسه شويو پيسو اندازه دې دسترې محکمې او دجمهوري رياست دچارو د ادارې له خوا تثبيته او دتکليف دټاکنې لپاره دې جمهوري رياست ته پيشنهاد شي .
0 2 دقیقې لوستل