کابل باختر دثور شپږ ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين او په علمي او فرهنګي چارو کې دجمهوري رياست دسلاکار وزير څيړنپوه زلمي هيوادوال په ګډون دپښتو ژبې دستر شاعر او ليکوال عبدالغني خان دزيږيدنې دسلمې کاليزې علمي _ څيړنيز سيمينار نن هم خپل کار ته دوام ورکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، ددغه علمي _ څيړنيز سيمينار دويمه ورځ چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوى دى داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ديو شمير مسوولينو او کارکوونکو ، دهغو ميلمنو چې دخيبر پښتونخوا له ايالات څخه رابلل شوي دي ، ځينو شاعرانو ، ليکوالواو دعلمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون پاى ته ورساوه .
په دې سيمينارکې ويناوالو ددغه سيمينار د جوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه .
دسمينيار لومړى علمي غونډې درييس په توګه دعلومو اکاډمي دسلاکار څيړندوي حبيب الله رفيع ، دمرستيال په توګه د ځلاند مومند او دمنشي په توګه د شاه ولي قرار له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ .
په دې غونډه کې څيړنپوه عبدالله بختاني خدمتګار ، افراسياب خټک او پوهاند رازقي نړيوال دغني خان اشعارو ته دکتنې ، او دغني خان د علمي تبحر ادبي افکارو او خاطرو په باب خپلې علمي څيړنيزې مقالې ولوستلې .
دغه راز دسيمينار دويمې علمي غونډې درييس په توګه دافراسياب خټک ، دمرستيال په توګه دزرين انځور او دمنشي په توګه د شاه ولي قرار له انتخاب وروسته خپل کار ته دوام ورکړ .
په دې غونده کې دافغانستان دعلومو اکاډمي سلاکار څيړندوي حبيب الله رفيع ، څيړنپوه عبدالواجد واجد او څيړنپوه شيرګل اوستا غني خان دپښتو اوسني او ننني شعر نوښتګر، بنسټګر ، دغني خان په شاعري کې د طبعيت انځور او غني خان په شعر کې سيمه ئيزې لهجې په اړوند خپلې علمي او څيړنيزې مقالې او عبدالهادي قريشي دغني خان شاعري ته دلنډ کتنې تر عنوان لاندې مقاله او دغه راز محمد رسول باوري ، شاه ولي قرار اومحمد شاه کتوازي خپلې مقالې ولوستلې .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين ددغې غونډې په پاى کې په دې ترڅ کې چې دسيمينار کار مثبت وباله ميلمنو ته يې برابر شوي سوغاتونه ورکړل .
دخيبر پښتونخوا له ايالت څخه رابلل شويو ميلمنودپښتو ژبې او ادب دستر شاعر غني خان دزيږيدنې د سلمې کاليزې دسيمينار دجوړولو او دوى ته دتاوده هرکلي اوميلمه پالنې په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين او ددغه وزارت له نورو چارواکو او کارکوونکو څخه مننه او قدرداني وکړه