دعايل شب روز شعري ټولګه پرانستل شوه .
کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
دعبدالواحد عايل شب روز د ادبي اثر شعري ټولګه ( پادشاه هم دروغ ميګويد ) نن په پروان کې پرانستل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دچاريکاروښاروالۍ او دپروان پوهنتون په همکارى په دغه ولايت کې جوړه شوه دپروان والي فضل الدين عيار وويل چې عايل شب روز په ډيرو سختو شرايطو کې دنظام تر څنګ ولاړ و او په خپلو تجربو او ليکونو سره يې خلکو ته روحيه ورکوله .
دپروان والي دشب روز دشعري ټولګي له امله شاعرانو اوفرهنګيانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه له فرهنګيانو او ليکوالو سره همکاري او ملاتړ زموږ مسووليت دى او دخلکو دتاريخي فرهنګ دودې او ترويج لپاره هڅه او هاند کوو . دغه راز دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي په دې غونډه کې وويل چې دعايل شب روز ادبي اثر پرانستل او په پراخه توګه دارغوان دملي جشن دجوړولو لپاره تيارى ددې هېواد ادبې او فرهنګي فعاليتونو ته درناوى او دمعنوي اوتاريخي ارزښتونو ملاتړ دى .
ختم- عطاالله _ اکرم