دعايشې دراني ، صوفي اسلام او د زرغونې دليسو دراي ورکولو مرکزونه نه دي پرانستل شوي .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
ساعت  دسهار اووه بجې او پنځه ديرش دقيقې ښيي او يو زيات شمير راي ورکوونکي د زرغونې ليسې دراي ورکولو په مرکز کې ولاړ دي چې خپل استازي وټاکي خو تراوسه پورې  دراي ورکولو د غه مرکز نه دى پرانستل شوى
دباختراژانس دخبريالانو دخبرله مخې ، يواځې  دزرغونې ليسې  دراي ورکولو مرکز نه دى  چې تراوسه پورې نه دى پرانستل شوى  . دباختراژانس خبريالانو خبرورکړ  چې دعايشې دراني او دصوفي اسلام دليسو دراي ورکولو مرکزونه هم  نه دي پرانستل شوي . په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي داخبره مني چې دراي ورکولو يوشمير مرکزونه تراوسه پورې نه دي پرانستل شوي .
ده ددغه ځنډ دليل دلارې بنديدل وبلل .
   ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته