دعامې روغتيا وزيره په اچ آي وي د اخته کسانو په وړاندې دکرکې ، بدبيني اوتوپيردحس دپاى ته رسولو غوښتنه وکړه

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دعامې روغتيا وزيرې نن د  اچ  آي  وي اوايديز دپاليسي اوملي  ستراتيژيک چوکاټ دمعرفي کولو په مراسمو کې  وويل چې بايد دهغو کسانو په مقابل کې چې دايډز له اچ  آي  وي  سره ژوند کوي دکرکي ، بدبيني اوتوپير حس پاى ته ورسول شي، ځکه هغوى ناروغان دي نه مجرمين.
دباختراژانس دخبرله مخې: ډاکترې ثريادليل د اچ  آي  وي  په ويروس  داخته کيدو دمخنيوي په لاره کې دخلکو دپوهاوې دکچې دلوړولو په ارزښت باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې تراوسه پورې  دعامې روغتيا په وزارت کې د اچ  اي  وي    يو زرو دوه سوه پنځوس پيښې ثبتې شوي دي اواټکل کيږي چې په افغانستان کې  له دوه زره څخه تر درې زره تنو پورې په دغه ويرويس اخته وي.
داکترې دليل وويل چې په افغانستان کې د اچ  اي  وي  ويروس دخپريدو چټکه لاره  دنشه يي توکو د روږدو کسانو له خوا د اچ   آي  وي  په ويروس له ککړو سرنجونو څخه گډه استفاده ده. وروستي شميرنې  د دوايي روږدوکسانو ترمنځ داچ  آي وي  ويروس  خپريدل په سلو کې  اووه اعشاريه يو ښيي.
دعامې روغتيا وزيرې څرگنده کړه چې  د اچ  آي وي   د ويروس  خپريدل په عمومي وګړو کې کم دى، خوبايد هير نه کړو  چې زيات عوامل شته چې په افغانستان کې ددغه ويروس دخپريدو د ګړنديتوب سبب  کيداى شي  چې له دې جملې څخه کولاى شو درې لسيزو جګړو بيوزلي ،  د ليک لوست  دټيټې کچې ، مهاجرتونو ، له نشه يي توکو څخه  داستفادې اودنامصوونو زرقياتو يادونه وکړو.
په همدې ترتيب په دې غونډه کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دچارو زارت معين محمد اًبراهيم  اظهر هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو په باب معلومات ورکړل  او ويې ويل  چې نن په دغه هيواد کې يومليون تنه په نشه يي توکو روږدي دي  چې  د زرقي  توکو  روږدي دي.   د اچ  آي  وي  ويروس  په  خبرونو کې زيات اغيزمن دي .
نړيوال کارپوهان  خبردارى ورکوي: که چېرې د درملو استفادې پورې اړوند دبنسټيزو مسلو ته پاملرنه ونه شي لکه  داچ آي  وي د ويروس په باب نه پوهاوې  او  په اچ  آي وي  داخته ناورغانو توپيرته پاملرنه ونه شي  د ويروس دخپريدو  دګړنديتوب سبب کيږي .
په دې غونډه کې دعامې روغتيا وزارت په افغانستان کې داچ  آي  وي   اوايډز دستراتيژيک ملي چوکاټ  دپنځوکلونو لپاره معرفي کړ چې  د اچ  آي وي  او  ايډز د کنترول په لاره کې ټول کاري  اووقايوي  استقامتونه پکې مشخص شوى دي .
دعامې روغتيا وزارت دايډز د کنترول ملي پروګرام  دکابل ، هرات ، ننګرهار ، بلخ ، بدخشان ، غزني  او قندهار په ګډون دهيواد په اتو ولايتونو کې دمشورې ورکولو اودوينې د ازمايښت له لارې خدمتونه وړاندې کوي.
ديادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې  ٣٤ مليونه تنه د اچ  آي  وي  د ويروس په لرلو سره ژوند کوي او ٣٦ مليونه تنه نور انسانان ددغې ناروغى  له امله  له منځه تللي دي.   اچ   آي   وي  دبدن دمعافيت  ورکولو دکمښت  ويرويس  ته ويل کيږي. دغه ويروس  دنورو ويروسونو په شان دى  اوهغه مشخصه يې چې له نورو څخه زيات خطرناک وي، دا دى چې دغه ويروس دبدن دمعافيت په سيتسم بريد کوي.
دغه ويروس کولاى شي  يو شخص څخه بل شخص ته دنامشروع جنسي  اړيکو له يوشخص څخه بل شخص ته د وينې ورکولو له لارې له مورڅخه  ماشوم ته داميدوارى په دوران  او دشيدې ورکولو له لارې اوله  ککړي ګډې ستني استفاده له لارې ليږدول کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته