Uncategorized

دعامې روغتيا وزارت: د کرونا ويروس د ازمايښت د ترسره کولو لپاره دولتي لابراتوارونو ته مراجعه ونه کړئ

کابل/ د مرغومي٤مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د زياتې خپرېدو د مخنيوي په خاطر بهرنيو هېوادونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دعامې روغتيا وزارت هغه هېوادوالو ته چې غواړي بهر ته سفر وکړي خبر ورکوي چې د کرونا ويروس د آزمايښت د ترسره کولو په خاطر دې دولتي لابراتوارونو ته مراجعه ونه کړي ځکه په دغو لابراتوارونو کې د موجودو ټيستونو ظرفيت کم دى او دغه آزمايښتونه يوازې د مشکوکو پېښو او په هېواد کې د کرونا ويروس د زياتې خپرېدو د مخنيوي لپاره دي.
د عامې روغتيا وزارت د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په همغږۍ د خپل سفارت له لارې له پاکستان سره په اړيکه کې دى چې وکولاى شي دغې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي خو د پاکستان د دولت اندېښنه له دې څخه ده چې زيات سفرونه په دواړو هېوادونو کې د کرونا ويروس د زياتې خپرېدو سبب کېږي.
برسيره پردې د عامې روغتيا وزارت د ولايتونو دعامې روغتيا ټولو رياستونو ته لارښونه کوي چې د دغې خبرتيا له مخې په دولتي لابراتوارونو کې د کرونا ويروس د ازمايښتونو د ترسره کولو په اړه دې اجراات وکړي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته