کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت دمعينيت له هيئت سره په کتنه کې دعامه محافظت دپوليسو دتشکيلاتو په زياتوالي باندې ټينګار وکړ.
دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت دمعينيت دهيئت رييس پاسوال عبدالرحيم کو چي چې دهرات ولايت ته سفر کړى دى په دغه ولايت کې دخصوصي امنيتي شرکتونو پرځاى دعامه محافظت دپوليسو دواحدونو دټاکنې بهيررضايت بخښوونکى وباله او ويې ويل چې دغه بهير به همدغه شان دوام ومومي.
دهيئت درييس دڅرګندونو له مخې ، دتيرکال په بهيرکې په هرات ولايت کې اته خصوصي امنيتي شرکتونه ړنګ شوي دي چې همدا اوس ځاى يې دعامه محافظت ځواکونو نيولى دى چې د دولتي مرکزونو ،بانکونو او دسترو شخصيتونو دامنيت دتامينولو په برخه کې کارکوي.
دکوچي دڅرګندونو له مخې ، تيرکال دهرات ولايت په کچه نږدې پنځه سوه ميله سپکې او ددراندې وسلې هم له خصوصي امنيتي شرکتونو څخه راټول شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې دهرات ولايت په کچه له ټولو پاتې خصوصي امنيتي شرکتونو څخه ،دوه شرکتونه په راتلونکو ورځو کې ړنګيږي.
0 1 دقیقه لوستل