دعامه محافظت دمعينيت د سوق او ادارې مرکزونه په پرمخ تللو امنيتي وسايلو سمباليږي

 

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه

د نهه سوه درې څلويښتو مليونو درې سوه اته پنځوسو زرو افغانيو په ارزښت يو قرار داد نن دعامه محافظت د معينيت او د ټکس فورس د مشورتي شرکت ترمنځ لاسليک شو .

 ددغه قرارداد له مخې: دعامه محافظت دمعينيت د سوق او ادارې مرکزونه په پرمختللو امنيتي وسايلو سمباليږي .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په هغو مراسمو کې چې په همدې مقصددعامه محافظت دمعينيت دکنفرانسونو په تالار کې پرځاى شوى و؛ د عامه محافظت او د امنيتي تصدي معين لوى پاسوال عبدالجميل  جنبش خبرې وکړې او ويې ويل چې په عصري وسايلو او په نوى تکنالوژي د دغه معينيت د سوق او ادارې دمرکزونو د سمبالولو  او د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو په لاره کې پخوا څلور امنيتي شرکتونه په شرايطو برابر پيژندل شوى وچې دتکس فورس  شرکت دغه قرارداد ګټلى دى.

 دغه شرکت به د يو کال لپاره د پلان جوړولو، د ظرفيت د لوړولو او د سوق او ادارې د مرکزونو د عصري کولو په  برخه کې د تخنيکي خدمتونو په وړاندې کولو سره د عامه محافظت دمعينيت له ادارې سره چې دهيواد په مرکز او لسو ولايتونو کې فعاليت کوي؛ همکاري وکړي .

  په همدې حال کې د ټکس فورس  شرکت مسوول يعقوب حيدري هم ددغه قرارداد لاسليک دخصوصي امنيتي  شرکتونو د لغو کولو په باب دجمهوري رياست د ٦٢ او ٤٥ ګڼه فرمانونو د تطبيق په لاره کې مهم وبلل او زيا ته يې کړه چې د ټکس فورس  امنيتي شرکت د سلګونو تنو کورنيو اوبهرنيو کارپوهانو په لرلو سره، کولى شي د ظرفيت د لوړولو او په عصري وسايلو د سوق او ادارې دمرکزونو د سمبالولو په برخه کې دعامه محافظت  له معينيت سره مرسته وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته