کابل باختر د کب دويمه :
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې د هيواد خلک په راتلوونکي انتخاباتوکې ګډون او د سراسري سولې تامينولو ته وهڅول .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې غونډه کې دعالمانو سراسري شورا د الهي ارشاد له مخې چې هر وخت لوى خداى ( ج ) تاسو ته امر کوي چې امانت اهل ته وسپارئ؛ دهيوادخلکو ته سپارښتنه کوي چې په انتخاباتوکې په فعاله توګه ګډون وکړي او خپله رايه چې الهي امانت او ستر مسووليت دى؛ د هغه چاپه ګټه وکاروئ چې مسلمان، متقي، وطندوست، خير غوښتوونکى، صادق، عادل د مظلومانو ملاتړى، د ديني اوسياسي بصيرت خاوند او د اهليت اولياقت لرونکى وي اوپه اسلامي ارزښتونو پوره پابندي ولري.
دغه راز ټينګار شوى دى چې د افغانستان دعالمانو سراسري شورا د خپل ديني او علمي حيثيت په ساتنې او په بشپړې بې طرفۍ سره د جمهوري رياست دهيڅ نوماند ملاتړ نه کوي او نه هم دکوم نوماند پرضددريځ غوره کوي خو ددغې شورا غړي د هيواد د نورو اتباعو په شان په انفرادي ډول کولاى شي چې خپله رايه دنظر وړ نوماند په ګټه وکاروي.
دغه راز په دې غونډه کې په هيوادکې دسولې او امنيت په اړتيا باندې ټينګار وشو او څرګنده شوه چې سوله يو الهي امر، نبوي ارشاد او دهيواد ستره او اساسي اړتيا ده او د سولې ټينګښت د ملت د ټولو دنيوي او اخروي چارو د ښه والي لپاره لومړى او اساسي شرط دى.
په دې غونډه کې په جګړوکې له ښکيلو لورو څخه غوښتنه وشوه چې د خبرو او تفاهم له لارې دې خپل منځي ستونزې او په هيوادکې روانې جګړې او وينې تويول پاى ته ورسوي ځکه جګړه د حل لاره نه ده او دوام يې په ناحقه د وينې توييدو او د هيواد د ويجاړتيا سبب کيږي.
دغه راز څرګنده شوه چې افغانستان يو اسلامي، آزاد او خپلواک هيواد دى چې افغان اتل ملت د تاريخ په اوږدوکې د اسلام دمبين دين، د هيواد د خپلواکې ملي واکمنۍ او دځمکنۍ بشپړتيا د دفاع او د ملي يووالى دټينګښت په خاطر زياتې قرباني او مالي تاوانونه زغملي دي اودغه راز ارزښتونه يې په بشپړ حرمت سره ساتلي دي. لکه څنګه چې د سلواغې دمياشتې شپږ ويشتمه نيټه ددې حقيقت څرګندوى دى چې د وخت د شوروي ظالمو او بې رحموځواکونو په ظالمانه ډول د ميړنيو په دغه هيواد په بې شرمانه ډول تيرى وکړ او له نهو کلونو او پنځوسو ورځو وحشت او ورانکارى وروسته د دې هيواد د مجاهدو بچيانوپه لوړهمت سره د شرموونکي ماتې په زغمولو سره سرټيټې خپل هيواد ته ستانه شول.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د قندهار ولايت د جيدو عالمانوهغه وړانديز چې په دې وروستيو وختوکې صادر شوى دى او د قرآن عظيم الشان د مبارکو آيتونو په رڼاکې په جګړوکې د ښکيلو لورو ترمنځ د سولې ټينګښت يې د مسلمانانو او په تېره بيا د دين دعاملانو وجيبه بللې ده؛ تاييدوي .
0 2 دقیقې لوستل