– کابل باختر دتلې دمياشتې ١ :
دجندرښځې اورسنيو ترعنوان لاندې دظرفيت جوړولو لپاره روزنيزه کارگاه نن په کابل کې دملګروملتو دپرمختيايي ادارې له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
دباخترآژانس د خبر له مخې :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين دين محمدمبارز راشدي دکارګاه دکار دپرانستلو په وخت کې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دظرفيت جوړولو اوپه دې برخه کې دښځو درول په باب خبرې وکړې او ويې ويل :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ جوړونکي وزارت په توګه عمل کړى دى او دفرهنګ جوړولو يوه مهمه مسله مطبوعات دي چې ددغه وزارت دکار مهمه برخه جوړوي . هغه مرکز چې اطلاعات او معلومات دټولنې په واک کي ورکوي دغه وزارت په تيره بيا دهغه نشراتي برخه دخلکو په وړاندې سترې دندې او مکلفيتونه په غاړه لري .
په ټولنيزه برخه کې دښځو فعالول يا جندر دارزښت وړ خبره ده چې بايد ورته پاملرنه وشي .
دلته موږ بايد دښځوپرخلاف دمظلوميت له لرې کولو څخه پيل وکړو، په ټولنه کې دښځې حق او ښځو ته دامتياز ورکول زموږ ددندو يوه برخه ده . موږ په دې برخه کې جدي ستونزې لرو ، په هيواد کې دبيوزلۍ ، بيسوادۍ او ناامنۍ په شان ستونزو په شتون سره دښځو په نسبت لږه پاملرنه شوې ده اوپه دې ترتيب په افغانستان کې دښځو حالت دزغم وړ نه دى . دغه شان ستونزې مطبوعات کولاى شي منعکسې کړي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه شان دردونو دمنعکس کولو لپاره ښه مرکز دى . دلته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر دڅانګې رول جوت دى . هغوي نه يوازې په وزارت کې دجندر مسلو ته پاملرنه ولري بلکې په افغانستان کې دجندر دحالت دښه والي لپاره هم کار وکړي.
راشدي ټينګار وکړ چې داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت بايد له نورو مرکزونو څخه زيات دجندر دوې اوپرمختيالپاره پروګرامونه جوړ کړي او کار وکړي.
دغه پروګرام دملګرو ملتو دپرمختيايي ادارې له خوا جوړ شوي و اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت څه ناڅه څلويښتو تنو کارکوونکوپکې ګډون کړى وو چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنشراتي معين سربيره دملګروملتودپرمختيايي ادارې استازى ، دکابل ټايمزورځپاڼې مرستيال نجيبې مرام اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر آمرې محبوبي سعادت خبرې وکړې او دظرفيت جوړولو او دجندر دودې په باب يې خپلې نظريي بيان کړې .
1 1 دقیقه لوستل