امنیت

دطالبان يومشهور قوماندان له شپږو تنو افرادو سره يې دکابل په سروبي ولسوالۍ کې ووژل شو.

کابل باختر  دلړم يوولسمه :
دوسله والو طالبانو يومشهور قوماندان له شپږو تنو افرادو سره  يې تيره شپه دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو دکوماندو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي ددولت اووه تنه وسله وال مخالفين دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دملي اردو دکوماندو ځواکونو دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ   دوزبين درې   دکهنه قلعه   په مربوطاتو کې دطالبانو د تروريستي ډلې دقوماندان عبدالهاشم په کور ځانګړي عمليات  ترسره کړل چې له امله يې دطالبانو دتروريستي  ډلې قوماندان عبدالهاشم له شپږو تنو افرادو سره يې  ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته