امنیت

دطالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ تنه وسله وال مخالفين په قندهار ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي لسمه :
د قندهار ولايت په  شاه ولي کوټ  ولسوالۍ کې دملي پوليسو ، ملي اردو اوملي امنيت دځواکونو په خاصو عملياتوکې دطالبانو په ډلې  پورې اړوند شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :    دغه عمليات چې پرون مازيګر  دطالبانو له شتون څخه دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ دسيمو دپاکولو په مقصد ترسره شوي  و دهيواد امنيتي ځواکونو ته دسرزيان  نه دي اوښتى ..
دطالبانو په  ډلې پورې اړوند د وسله والو مخالفينو مړي  له يوې اندازې جنګي وسايلو او دوسايطو ضد  دوو ماينونو سره  دپيښې په سيمه کې پاتې دي .
دغه شپږ  تنه  وسله وال مخالفين ددغي ولسوالۍ او دقندهار  ولايت په مربوطاتو کې   په ځينو ناامنيو کې فعال رول  درلود چې د  ډآر اچوونکو  ډلو په ځپلوسره به دقندهار ولايت په ځينو سيمو او ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنيت ښه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته