کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
په بدخشان کې مقاماتو دطالبانو په لاس کې دکران او منجان دولسواليو سقوط رد کړل.
ځينو رسنيو دطالبانو په لاس کې ددغې ولسوالۍ په اړوند خبرونه خپاره کړي و.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال امام الدين نن باختر آژانس ته وويل : طالبانو ددغې ولسوالۍ په شاوخوا کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړې بوخت دي ، خو دولتي ځواکونه اوس دکران او منجان ولسوالۍ له شاوخوا سيمو څخه دطالبانو دشړلو په حال کې دي .
دغه راز دکران او منجان ولسوال نور آقا نادري باختر آژانس ته وويل :
وګړني ځواکونه د يو جهادي قوماندان عبدالملک په مشرۍ دطالبانو پرخلاف له امنيتي ځواکونو سره يوځاى شوي دي دي ده هم دطالبانو په لاس ددغې ولسوالۍ سقوط کيدل رد کړل.
0 1 دقیقه لوستل