کابل باختر د لړم لسمه :
دپکتيا ولايت دشپږ و ولسواليو مواصلاتي لارې له پرون راپديخوا دوسله والو مخالفينو له خوا تړلې شوې دي .
دپکتيا ولايت مرستيال عبدالولي سهيل دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپکتيا ولايت دجاني خيلو ، پټان ، څمکنيو ، ځاځيو ، اريوب ، احمد خيلو او دميرزکه دولسواليو مواصلاتي لارې دوسله والو مخالفينو له خوا دترافيکو پرمخ تړلې شوې وې چې امنيتي ځواکونه دلارو دپرانستلو په مقصد سيمې ته استول شوي دي .