کابل باختر د تلي ديرشمه :
دغزني ولايت دجغتو ولسوال په طالبانو پورې داړوندو کسانو په بريد کې ووژل شو .
محمد داود ګلستاني نن سهار کله يې چې غوښتل له غزني ښار څخه په جغتو ولسوالۍ کې دخپل کار ځاى ته لاړ شي دلارې په اوږدو کې دسه قلعه قياق په نامه کلي کې ديرغلګرو له خوا پرې بريد وشو .
دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي له باختراژانس سره په اړيکه کې په دې پيښه کې دجغتو دولسوال وژل کيدل تاييدکړل .
ده وويل چې ښاغلي ګلستاني له غزني ښار څخه دجغتو ولسوالۍ ته روان و چې دسپرلۍ په موټر يې دوسله والو طالبانو له خوا ډزې وشوې .
تراوسه پورې ددغه سيمه ئيز مسوول دترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
2 1 دقیقه لوستل