کابل باختر د وري ديرشمه
په بلخ ولايت کې ددولت دوسله والو مخالفينو دله منځه وړلو په مقصد دابتکار _ ٤ په نامه تصفيوي عمليات نن پيل شول .
دبلخ ولايت امنيتي مقامات وايي دغه عمليات دملي اردو ، ملي پوليسو ملي امنيت دسرحدي پوليسو او دعامه نظم دپوليسو دځواکونو له خوا پرمخ بيول کيږي او دايساف هوايي ځواکونه هم په کشفي برخه کې همکاري کوي .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزي باختر اژانس ته وويل، دغه عمليات د چمتال اوچهاربولک د ولسواليو دخلکو په غوښتنه پيل شوي دي .
دعليزي د څرګندونو له مخې، تراوسه پورې عمليات په برياليتوب سره په مخ ځي افغان امنيتي ځواکونو وکولى شول يوه اندازه وسلې ترلاسه کړي .
دعليزي د څرګندونو له مخې، په دغو عملياتوکې دايساف ځواکونه فزيکي شتون نه لري او دهغوى هوايي ځواکونه په کشفي برخه کې همکاري کوي .
ده زياته کړه: تراوسه پورې دنظر وړ سيموکې عمليات په سلو کې ديرش عملي شوي دي خو په سيمه کې دطالبانو له منځه وړل به دوام وکړي .