دطالبانو يو مشهور قوماندان ونيول شو

په هلمند ولايت کي په دوو جلا جلا عملياتوکې درې تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ونيول شول .
دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات تيره شپه دهلمند ولايت دناد علي ولسوالۍ په عرب کلي کې دافغان اونړيوالو ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يي دملا عبدالرزاق په نامه دطالبانو يو قوماندان له خپل يو ملګري سره ونيول شو او درې تنه نور يې ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه ملا عبدالرزاق په دې سيمه کې دتروريستانو يو فعاله قوماندان و چې ددولتي او دايساف د ځواکونو په بريدونو او ماين ايښودنه کې يي لاس درلود .