امنیت

دطالبانو يو قوماندا ن ونيول شو .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دطالبانو يو قوماندان چې اعتراف کوي داسلام ددين په باب معلومات نه لري او  څو تنه يې له دولت سره دهمکارۍ  په تور وژلي دي پرون ناوخته دکندز دپوليسو له خوا ونيول شو .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالصبور نصرتي  دباختراژانس  خبريال ته وويل: دطالبانو يو قوماندان په عباس مشهور ملا عبدالغيور  چې له دريو کلونو راپديخوا له طالبانو سره يوځاى شوى دى اوملا شوى دى دپوليسو له خوا ونيول شو .
دنصرتي دڅرګندونو له مخې،  دغه ملا په کندز ښار او دخان اباد ولسوالۍ په ساحوکې دماينونو دښخولو او دتروريستي بريدونو دطرحه کولو مسووليت په غاړه درلود چې دپوليسو  داستخباراتي عملياتو په بهيرکې  د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو .
نصرتي زياته کړه ددغه قوماندان له نيول کيدو وروسته دخان اباد ولسوالۍ اوسيدونکي ادعاکوي چې دڅو کورنيو غړي يې وژلي دي
په همدې حال کې يوه ښځه ادعاکوي چې دغه سړي دهغې زوى وژلى دى امنيې قوماندانۍ ته ورغله او له دولت څخه يې وغوښتل چې دغه قوماندان ته سزا ورکړي ، نيول شوي سړي په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې په وژنواو دولتي ضد تروريستي بريدونوکې لاس درلود .
داپه داسې حال کې ده چې دکندز پوليسو تيره اوونۍ دصلاح الدين حقاني په نامه دطالبانو يوبل قوماندان دخان اباد په ولسوالۍ کې نيولى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته