امنیت

دطالبانو يو قوماندان په ننګرهار کې ووژل شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١ :
دطالبانو يو قوماندان پرون په ننګرهار ولايت کې د ناټو په  هوايي بريد کې  ووژل شو.
په مولوى سيف الرحمن  پرون غرمه په جلال آباد ښارکې ديونس خالص  دفاميليو په نامه سيمه کې په يوه کوردناټو دبې پيلوټه الوتکو له خوا بمباري وشوه او له خپل يو تن ملګرې سره ووژل شو .
خبر ترلاسه شوى دى چې په  دې هوايي بريد کې دوه ښځې او يو ماشوم چې په زيات ګومان سره د مولوى سيف الرحمن د کورنۍ غړي دي  ټپيان شوي دي  .
دننګرهار ولايت امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باختر آژانس ته وويل :  مولوي سيف الرحمن او يوبل يرغلګر طالب په يو کور کې ناست وو چې بريد پرې وشو او  ووژل شول.
په  جلال آباد ښار د ملکي روغتون  ډاکترانو د دغې پيښې دټپيان روغتيايي حالت خراب  وباله.
ويل شوي دي   چې  مولوي سيف الرحمن دملګروملتو په سازمان کې  دطالبانو دپخواني رژيم درابط استازې  ورور  و .
دننګرهار ولايت سيمه ييزو مسووليتو په  نوي نظر کې څرګنده کړه  چې دوسله والو طالبانو د ډلې دغه قوماندان دناټو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته