دطالبانو يو قوماندان ووژل شو.
کابل باختر دمرغومي شلمه
دطالبانو يو قوماندان هغه وخت ووژل شو چې يو شمير طالبانو په بادغيس ولايت کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان شرف الدين شرف باختراژانس ته وويل: دغه بريد پرون مازيګر هغه وخت وشو چې امنيتي مامورينو په دوو پوستو کې دپوليسو د سرتيرو دبدلون نيت درلود .
دده دڅرګندونو له مخې ، دطالبانو يو قوماندان ووژل شو او يوبل طالب ټپي شو .
دده دڅرګندونو له مخې ، ددغه بريد په بهير کې دپوستې يو پوليس شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې حال کې ديو روغتيايي مرکز ډاکتران ددغې پيښې ددوو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب بولى .