دطالبانو يو قوماندان له څلور تنو افرادو سره په زابل ولايت کې ووژل شول
کابل – باختر دلړم نهمه:
په زابل ولايت کې دماين چاودنې دطالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له څلور تنو افرادو سره يې ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په زابل ولايت کې دطالبانو د ډلې يو قوماندان له څلور تنو ياغي طالبانو سره هغه وخت چې غوښتل يې د وسايطو ضد يو ماين د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په واټ کې ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او پنځه واړه يې ووژل .