امنیت

دطالبانو يو قوماندان له خپلو دوو تنو افرادو سره يې ونيول شو

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان او ددغې ډلې   دوه تنه   غړي په ننګرهار ولايت  کې له پوځيانوسره  دجګړې په بهيرکې ونيول شول.
دغه طالبان  تيره شپه او نن سهار دبټي  کوټ او دنازيانو  ولسواليو له مربوطاتو  څخه په دوو  جلا جلا پيښو کې  نيول شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي له باخترآژانس  سره په اړيکه کې  ددغو  دريو تنو وسله والو طالبانو نيول کيدل  تائيد کړل.
ده وويل ؛  چې په نيول شويو کسانو کې   دطالبانو يوسيمه ييز قوماندان او ددغې ډلې  يو پاکستانى  غړى په نيول شويو کسانو کې شامل دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دطالبانو يو قوماندان  او ددغې ډلې دوه تنه  نور غړي په ننګرهار ولايت کې دځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په مولوي  نور او دغو طالبانوتيره شپه  په  روداتو ولسوالۍ کې  دپوځيانو له خوا  بريد وشو ا ووژل شول.
دننګرهار دوالي وياند  وايي  چې په دې پيښوکې  دسيمې خلکو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته