امنیت

دطالبانو يو قوماندان اودتروريستي بريدونو دوه تنه سازمان ورکوونکي ونيول شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :

په فارياب ولايت کې نن دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ونيول شو.

دغه قوماندان دپښتون کوټ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دافغان اوناټو ځواکونو دپوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوى دى .

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ويلي دي  چې دغه قوماندان دپښتون کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دتروريستي بريدونو مشرتوب په غاړه درلود.

ددغه قوماندان دنيولو په عملياتوکې نښته هم  وشوه چې  له امله يې دوه تنه طالبان ووژل شول.

ديوبل خبر له مخې، هغه سړى چې ويل کيږي  په خوست ښارکې دحقاني شبکي دجنګي وسايلو دبرابرولو اومالي اکمالاتو مسووليت په غاړه درلود نن ونيول شو.

دغه سړى چې  هويت يې نه دى په ډاګه شوى  دخوست ښار په مربوطاتو کې دافغان اوناټو دځواکونو دگډو عملياتو په بهيرکې نيول شوى دى .

ناټو وايي چې ددغه سړى دنيونې په عملياتو کې دحقاني له تروريستي  شبکي سره دهمکاري په تور دوه تنه نور نيول شوي دي.

ديوبل خبرله مخې، هغه سړى چې وسله والوطالبانو ته  يې جنګي وسايل برابرول  نن دغزني ولايت په جاغوريو ولسوالۍ کې ونيول شو دغه سړى دافغان اوناټو دځواکونو دپوځي عملياتو په بهير کې نيول شوى دى.

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره   ويلي دي  چې ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم ترلاسه شوې ده.

ناټو په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې دافغان اوناټو دځواکونو اودملکي وګړو دسرداحتمالي زيانونو په باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته