امنیت

دطالبانو يو سيمه ييز قوماندان ونيول شو

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٨ :

په غزني ولايت کې دوسله والو طالبانو ديوسيمه ييز قوماندان له نيول کيدو وروسته امنيتي ځواکونو دوسله والو طالبانو دچاويدونکو توکو په يوې سترې ډيپو برلاسي پيداکړ.

قوماندان محب الله پرون دمقر ولسوالۍ  په عالم خيلو سيمه کې دناټو دپوځيانو اودغزني ولايت دملي امنيت دځواکونو دعملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى.

دغزني ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باختراژانس ته وويل  ددغو کسانو په نيول کيدوسره دوى دوسله والو طالبانو  دچاويدونکو توکو په يوې سترې ډيپو برلاسي پيداکړ .

ويل کيږي چې دطالبانو دغه نيول شوى قوماندان  په مقر ولسوالۍ کې ديوې پنځوس کسيزې ډلې  رهبري په غاړه درلوده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته