٦٦-کابل باختر د وري دولسمه
د وسله والوطالبانو يو قوماندان تيره شپه په بادغيس ولايت کې له افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
دغه نښته له هغې وروسته وشوه چې قوماندان ملهم له خپلو کسانو سره دمقر ولسوالۍ اړوند د زردک په نامه سيمه کې دملي اردو دځواکونو په کاروان وسله وال بريد وکړ .
دبادغيس ولايت دپوليسو يو تن چاوراکي باختر اژانس ته وويل په دې نښته کې دقوماندان ملهم درې تنه افراد هم وژل شوي دي .
ده وويل په دې نښته کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ