دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ووژل شو .
کابل- باختر دمرغومي دولسمه :
په غو ر ولايت کې دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې ووژل شو .
دغه بريد تيرماښام دشهرک ولسوالۍ په مرغه سيمه کې دطالبانو په پټنځاى ترسره شو .
دسيمه ئيزو مسوولينو دڅرګندونو له مخې، ددغه بريد اصلي هدف دطالبانو يو مشهور قوماندان ملامصطفي و خو دى په دغه بريد کې نه دى وژل شوى .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باختر اژانس ته وويل: په دغه بريد دملا مصطفي يو سيمه ئيز قوماندان ووژل شو او دده يوبل غړى ټپي شوى دى.
خبرځاى زياته کړه: مخکې له دې هم په ملا مصطفي دناټو دځواکونو ددوو بريدونو له امله دده دورور او زوى په ګډون اوولس تنه وژل شوي او څه دپاسه شل تنه نور ټپيان شوي وو .
ملا مصطفى څه ناڅه اووه کاله کيږي چې په مرغه سيمه کې چې دغور او هرات ترمنځ پرته ده ځاى پرځاى و او څو ځلې يې دناټو پراکمالاتي موټرونو بريدونه کړي دي .