امنیت

دطالبانو يو سيمه ئيزقوماندان په هلمند ولايت کې ووژل شو

کابل باختر د وري پنځمه :
دطالبانو يو قوماندان په هلمند ولايت کې د ناټو دځواکونوجنګي الوتکوپه بريدکې ووژل شو.
د هلمند د والي ويندوى عمرځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه بريد تېره شپه د ناټو دجنګي الوتکو له خوا د هلمندولايت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شو چې له امله يې د طالبانو يوسيمه ئيز قوماندان عبدالمنان ووژل شو.
ديوبل خبر له مخې: يوطالب په هلمندولايت کې د پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شو.
د هلمند د والي ويندوى عمرځواک د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سړى د پوليسو دځواکونو له خوا دهلمندولايت دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته