کابل باختر د تلي څوارلسمه :
دطالبانو يو سرګروپ تيره شپه په فراه ولايت کې و وژل او دهغه درې تنه افراد دافغان اوبهرني ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دفراه ولايت د ملي امنيت رييس بريد جنرال عبدالصمد باختراژانس ته وويل :
دغه عمليات د دلارام _ فراه رود په لويه لاره کې ددغو کليو په شاوخوا د رباط ترکان په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې ملامحمدپه نامه د طالبانو يو سرګروپ ووژل شو او درې تنه نور طالبان ونيول شول .
دامنيت درييس دڅرګندونوله مخې : دنښتوپه بهير کې د دغو افرادوسلې هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ