امنیت

دطالبانو يوسرګروپ دسولې له بهير سره يو ځاى شو .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دوسله والو طالبانو يوسرګروپ  دبدخشان ولايت په شهدا ولسوالۍ کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
د ٠٩ ٢شاهين قول اردو دمطبوعاتو  مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو يو سرګروپ  مجيب الله  له يوکلاشينکوف  سره ددغه ولايت  په شهدا ولسوالۍ کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
ديوبل خبرله مخې، په سرپل ولايت کې د ډار اچوونکو دچاودنو مسوول مولوي نور الله احمدي موټرچلوونکى له يو رنجر  او وسلو سره دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍدهوايي ډګر په مربوطاتو کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شو .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته