امنیت

دطالبانو له يوه پټنځي څخه شپږ توغندي ترلاسه شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
شپږ توغندي په هلند ولايت کې پرون  دامنيتي ځواکونوله خوا کشف اوشنډ  کړاى شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باخترآژانس ته وويل  ؛  امنيتي ځواکونو دهلمند  ولايت  دنهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو په سنګرونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې شپږ توغندي کشف او ترلاسه   کړل.
دده دڅرګندونوله مخې ؛  دغه توغندي دنهرسراج ولسوالۍ دحوض خشک  په ساحه کې  دطالبانو په يوه پټنځي کې ځاى پرځاى شوي و  چې په تروريستي  او ورانکارو بريدونو کې  يې ورڅخه استفاده کوله .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ دغه توغندي مخکې له دې چې ورڅخه استفاده 
وشي  دامنيتي ځواکونو له خوا کشف اوشنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته