امنیت

دطالبانو له خوا په کندز کې دترافيکو ديوه افسر ترور .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
وسله والو طالبانو نن سهار دترافيکو دپوليسو يو افسر  په کندز ولايت کې شهيد کړ .
دترافيکو دغه پوليس دکندز _ خان اباد په لاره کې دوسايطو په کنترولولو بوخت و چې دوسله والو طالبانو له خوا پرې راکټي بريد وشو او شهيد کړى شو .
دکندز  ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني  دباختراژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دترافيکو ددغه پوليس دسپرلۍ په موټر دخان اباد ولسوالۍ د چرخاب پله په سيمه کې  راکټي بريد وکړ چې له امله يې  دترافيکو دپوليسو دغه افسر شهيد شو او موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته