دطالبانو له خوا دايښودل شوي ماين دچاودنې له امله اتنه ملکي وګړي ټپيان شول
کابل باختردتلي دمياشتې ٤ :
دبادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې دماين د چاودنې له امله اته تنه ملکې وګړي ټپيان شول.
ويل کېږي چې دغه چاودنه ديوې جنازي دښخولو په مراسمو کې شوې ده.
يوه امنيتي مسوول چې دخپل نامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه باختر اژانس ته وويل دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې دسيمي يوشمير اوسيدونکي دقادس ولسوالۍ په بوم دره کې دجنازي په ښخولو بوخت وو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه ماين دطالبانو له خوا په دې ساحه کې ايښودل شوي و او دريموټ په واسطه چول شوي دي .
په بادغيس کې روغتيايي مسوولينو ددغې پيښې دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .
په دې وروستيو وختو کې دبادغيس ولايت دافغان پوځيانو اودطالبانو دډلې ترمنځ دخونړيو نښتو ډګر دي او په ديني او مذهبي مراسمو بريد دياغيانو نوي جنګي تاکتيکونه بلل کېږي .