دطالبانو د ډلې يو قوماندان ملا جبار په هلمند کې ووژل شو
کابل باختر د لړم لسمه
دملي اردو منسوبينو نن په هلمند ولايت کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوسله والو مخالفينو يو قوماندان وواژه او دده تر امر لاندې يو سړى يې ټپي کړ او درې تنه نور يې ونيول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دملي اردومنسوبينو دهلمندولايت دناوي ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو مخالفينو يو قوماندان په ملا غفارمشهور ملاجبار ددغې ولسوالۍ په عينکو کلي کې وواژه او دده تر امر لاندې يو سړى يې ټپي کړ او درې تنه نور يې ونيول .
دملي اردو دمنسوبينو په هغو نورو عملياتوکې چې نن دقندهار ولايت دمندوزو ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول دوه کلاشينکوفونه او يو لاسي بم ترلاسه شو او ددغه ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه توغندي ويشتونکي او ١٧ ماينونه کشف او ترلاسه شول .
ديوبل خبر له مخې، دبلخ اوهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې نن په واټونو کې د ښخ کړي شويو ماينونو دچاودنو له امله دملي اردو درې تنه منسوبين ټپيان شول .