دطالبانو د ډلې يو بهرني غړى په کونړ کې و وژل شو.

کابل – باختر دمرغومې لسمه :
بهرنيو ځواکونو تيره شپه دکونړ ولايت دشيګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل او دطالبانو د ډلې يو بهرنۍ همکاريې وواژه او درې تنه افغان وسله وال طالبان يې ونيول .
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات دکونړ ولايت دشيګل ولسوالۍ په چهل تن سيمه کې ترسره شول  چې له امله يې دطالبانو په ډلې پورې اړوند درې تنه وسله وال کسان ونيول شول او د درويش په نامه د طالبانو د ډلې يو بهرني غړي وژل شوى دى.
په نامه دطالبانو د ډلې يو بهرني غړي وژل شوى ددغې پيښې په اړوند زياتې څرګندونې نه دى شوى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته