امنیت

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
پوليسو دفارياب دقرغان  ولسوالۍ لپاره  د طالبانو دډلې  د نومول شوي ولسوال  له کور څخه  يوه اندازه مهمات کشف کړل .
دکورنيو چارو وزارت دوياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل: دپوليسو په هغو عملياتو کې چې تېره شپه  دفارياب په قرغان ولسوالۍ کې  ترسره شول دظاهر له کور څخه يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي کشف شول
له دغه کور څخه پوځي اوجنګي تجهيزات ،څه ناڅه  دوه زره سپکې او درندې ګولۍ ، چاوديدونکي توکي ، لاسي بمونه ، دوسايطو ضد ماينونه دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم-عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته