کابل باختر دکب څلورمه :
په هلمند ولايت کې د پوليسو په پوستو پرون د طالبانو په بريدکې د يوماشوم په ګډون دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالاحدچوپان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: وسله والوطالبانو تېرماښام د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې ديوه ماشوم په ګډون دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې طالبانوته هم زيان اوښتى دى خو تراوسه پورې دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ